Book Name:Dost Kaise Banaye

مصروف وي، د هغوئي سره د ذاتي دوستئ د پاره وخت نه وي * ذاتي دوستئ کولو والا د دعوتِ اسلامي د يوې عُهدې [څوکئ] د پاره هم ښه نه دے * څوک چې د دين کار کول غواړي، هغه دې د ذاتي دوستيانو نه ځان ساتي * د بدې عقيدې والا دوستي په اور کښې د لاس ورکولو نه زيات نقصان رسوي * اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په نيک اعمال رساله کښې فرمائي: آيا ستاسو د يو يا د يو څو [کَسانو] سره په دنيائي طور باندې ذاتي دوستي خو نشته؟ (ذاتي دوستيانې او ډلې، د تنظيمي کارونو په ترقئ کښې عام طور خَنډ جوړيږي۔)

  الله پاک دې مونږه د خرابو دوستيانو نه محفوظ کړي۔ آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ واٰلِهٖ وَسَلَّمَ .

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دنيا او آخِرت د خير موندلو، د لمونځونو د پابندئ کولو، د ځان او د نورو د اِصلاح د کوشش کولو او د ثواب د ذخيرې جمع کولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ او څومره چې کيدے شي د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې هم عملاً حصه واخلئ۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مدني قافله هم ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دين د تبليغ د پاره، په ټوله دنيا کښې د سُنَّتو خپرولو د پاره، پخپله د لمونځونو د پابندئ کولو او د نورو خلقو د لمونځونو عادت لرونکي جوړولو د پاره د دعوتِ اسلامي د لاندې هره مياشت په زرګونو اسلامي ورونړه په مدني قافلو کښې سَفر کوي او مختلفو علاقو ته ځي او د نيکئ د دعوت عام کولو سعادت حاصلوي، تاسو هم همت اوکړئ، د الله پاک دين له وخت ورکړئ، الله پاک په مونږه څنګه څنګه انعامونه کړي دي، مونږ له ئې ساه ګانې راکړې دي، هره ورځ مونږ له رِزق راکوي، زمونږه مشکلات حل کوي، مونږ له ئې لاسونه خپې راکړلې، د پوزې، غوږونو، سترګو، ژبې نعمت ئې راکړو، د هغه رحمان او رحيم مالک په حکمونو باندې عمل اوکړئ، د هغه دين په ټوله دنيا کښې د خپرولو د پاره وخت اوباسئ او د دې نيک مقصد د پاره د دعوتِ اسلامي ملګرتيا اوکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت ډير خير به مو نصيب شي۔ راځئ! د ترغيب د پاره د مدني قافلې يو مدني سپرلے اورو!

شرابي، مؤَذِّن جوړ شو