Book Name:Dost Kaise Banaye

خلق دوستان کړل نو چرته سبا د قيامت په ورځ چې کله ټول تعلقات ختم شي * مور به د ځوي نه تختي * پلار به يو ځوي پريږدي * ورور به د ورور نه لرې ځي، هغه وخت به دوستان او خپلوان څوک هم د چا د حال پوښتلو والا نه وي * آه! د قيامت په هغه خطرناکه ورځ الله دې نه کړي که چرې مونږه هم په آرمان سره دا چغې وهو چې

یٰوَیۡلَتٰی لَیۡتَنِیۡ لَمۡ اَتَّخِذۡ فُلَانًا خَلِیۡلًا (۲۸)  (پارہ:19، سورۂ فرقان:28)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: هئي زما بربادي! اے کاش چې ما فلانکے دوست نه وے جوړ کړے۔

ځکه نن موقع ده، چې مونږه ښه دوستان جوړ کړو، صِرف د ښه، نيک لمونځ ګزاره خلقو صحبت [ناسته پاسته] اختيار کړو۔

صحبتِ صالح ترا صالح کند                                    صحبتِ طالح ترا طالح کند

ترجَمه: يعني د ښه [کَس]  صحبت به تا ښه جوړ کړي، د خراب [کَس] صحبت به تا خراب جوړ کړي۔

د خطرې انديښنه

اے عاشقانِ رَسُول! د بے لمانځه، شرابي، د مور پلار د نافرمانه دوستي هم اګرچه نقصان رسوي خو ياد ساتئ! د کُفّارو سره دوستي کول د ايمان د پاره د ډيرې غټې خطرې سبب دے۔ د مذهبي دستورو په موقع باندې د دوئي سره د لين دين معاملې کول يا د چا مذهبي تهوار له تلل، د غم ښادئ په معاملو کښې دوئي د ځان سره ساتل، خاص طور زمونږه د بچو د غير مسلمو سره دوستي کول د مور پلار ډيره زياته توجو غواړي۔ په کومو ځيونو کښې چې مسلمانان او غير مسلمه دواړه يو ځائے اوسيږي، هلته د ډير احتياط ضرورت دے، الله پاک دې زمونږه د ايمان حفاظت اوکړي۔

په 28 سيپاره: سورۀ مُمتَحِنَه آيت: 1 کښې الله پاک فرمائي: