Dost Kaise Banaye

Book Name:Dost Kaise Banaye

روان شول او د درياب بَل اړخ ته اورسيدل، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام هغه کَس ته اوفرمائيل: ستا دې په هغه خدائے باندې قسم وي! چا چې ماته د دې معجزې عطا کولو قدرت عطا کړو، رښتيا اووايه چې هغه دريمه ډوډئ څه شوه؟ هغه اووئيل: ماته پته نشته۔ هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل: راځه چې مخکښې ځو۔ تلل تلل يو ريګستان[ يوې دشتې] ته اورسيدل، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د شَګې يو ډيرے جوړ کړو او اوئې فرمائيل: اے د شَګې ډيريه! د الله پاک په حکم سره، سرَه زَر جوړ شه۔ هغه فوراً سرَه زَر جوړ شول، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام د هغې 3 حصې کړې بيا ئې اوفرمائيل: دا يوه حصه زما ده او يوه حصه ستا او يوه حصه د هغه چا چې هغه دريمه ډوډئ واخستله۔ دا ئې چې واوريدل نو هغه کَس سمدستي اووئيل: يَا رُوح الله! هغه دريمه ډوډئ هم ما اخستې وه۔ هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام اوفرمائيل: دا ټول سرَه زَر هم ته واخله۔ بيا ئې هغه کَس پريښودو او مخکښې ئې تشريف يوړلو۔ دې کَس سرَه زَر په څادر کښې واچول او يواځې روان شو، په لار کښې د هغه سره 2 کسان ميلاؤ شول، هغوئي چې کله اوکتل چې د ده سره، سرَه زَر دي نو د ده د وَژلو د پاره تيار شول د پاره د دې چې سرَه زَر ترې واخلي۔ هغه کَس د ځان بچ کولو د پاره اووئيل: تاسو ما ولې وژنئ! مونږه دا سرَه زَر 3 حصې کوو او يوه يوه حصه اخلو۔ هغه دواړه کسان په دې رضا شول۔ هغه کَس اووئيل: بهتره دا ده چې په مونږ کښې يو کس لږ شان سرَه زَر واخلي او نزدې ښار ته لاړ شي او خوراک واخلي او راوړي د پاره د دې چې خوراک څښاک اوکړو او سرَه زَر تقسيم کړو۔ هم دغسې په دوئي کښې يو کس ښار ته لاړے، خوراک ئې چې واخستو او واپس تللو نو هغه سوچ اوکړو، بهتره دا ده چې په خوراک کښې زهَر واچووم د پاره د دې چې هغه دواړه مړه شي او ټول سرَه زَر هم زه واخلم۔ دا سوچ ئې اوکړو او هغه زهَر واخستل او په خوراک کښې ئې ګَډ کړل۔ هلته هغه دواړو دا سازش اوکړو چې څنګه هغه [بَل کَس] خوراک راوړي مونږه دواړه به په شريکه هغه مړ کړو او بيا به ټول سرَه زَر په خپل مينځ کښې نيم کړو۔ هم دغسې چې کله هغه بَل کس خوراک راوړو نو دې دواړو هغه اووژلو۔ د هغې نه پس په خوشحالئ سره خوراک ته کښيناستل نو زَهرو خپل کار شروع کړو او دا دواړه هم ښه په سخته مړه شول او سرَه زَر هم داسې پاتې شول۔ بيا چې کله حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام راواپس شو نو يو څو سړي د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام سره وو هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام سرو زَرو او دريو واړو مړو ته اشاره اوکړله او د لارې ملګرو ته ئې اوفرمائيل: اوګورئ د دُنيا دا حال دے بس په تاسو باندې لازم دي چې د دې نه ځان بچ کړئ۔ ([1])   


 

 



[1]... اِتحافُ السَّا دَ ۃِ المُتّقِینَ،کتاب:ذم البخل و ذم حب المال ، جلد:9،صفحہ:835۔