Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
اوکړي نو الله پاک به باران نازل کړي او په زمکه به شينکے زرعون کړي او تازه ژوند به عطا کړي او طاقت او اولاد به ورکړي۔ ([1])
د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام قوم ته نصيحت
دغه شان د الله پاک نبي حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام خپل قوم ته اوفرمائيل:
اِسۡتَغۡفِرُوۡا رَبَّکُمۡ ؕ اِنَّہٗ کَانَ غَفَّارًا (ۙ۱۰) یُّرۡسِلِ السَّمَآءَ عَلَیۡکُمۡ مِّدۡرَارًا (ۙ۱۱) وَّ یُمۡدِدۡکُمۡ بِاَمۡوَالٍ وَّ بَنِیۡنَ وَ یَجۡعَلۡ لَّکُمۡ جَنّٰتٍ وَّ یَجۡعَلۡ لَّکُمۡ اَنۡہٰرًا (ؕ۱۲) (پارہ: 29، سورۂ نوح: 10 -11-12)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: د خپل رَبّ نه معافي اوغواړئ بے شکه هغه ډير معاف کوونکے دے۔ هغه به په تاسو باندې تيز باران اوروي۔ او د مالونو او ځامنو په ذريعه به ستاسو مدد اوکړي او ستاسو د پاره به باغونه جوړ کړي او ستاسو د پاره به نهرونه جوړ کړي۔
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا د 3 انبيائے کرامو عَلَیْهِم السَّلَام ارشادات دي کوم چې الله پاک په قرآنِ کريم کښې ذِکر کړل * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حکم اوشو چې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! خلقو ته اووائيئ! اِستِغفار اوکړئ، توبه کړئ، د دې په برکت به الله پاک رزق فراخه کړي * حضرت هُود عَلَیْهِ السَّلَام خپل قوم ته اوفرمائيل: اِستِغفار اوکړئ! الله پاک به قحط لرې کړي، رزق به فراخه کړي * دغه شان حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام خپل قوم ته هم دا اوفرمائيل: اِستِغفار اوکړئ! الله پاک به قحط لرې کړي او تاسو له به رزق، مال او اولاد درکړي۔