Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د ډير مشهور کتاب فیضانِ سُنّت باب آدابِ طعام اولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير زيات عِلمِ دين به زده کړئ۔

د رزق د زياتوالي نورې وجې

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه واوريدل چې د اِستِغفَار زيات وئيلو، د تقویٰ خپلولو، د ګناهونو نه د بچ کيدلو، د عبادت د پاره د زړه فارغ ساتلو او د رزق د قدر کولو په برکت سره رزق زياتيږي۔ په رزق کښې د زياتوالي نورې هم ډيرې وجې دي: مثلاً * د خپلوانو او (خاص طور د مور پلار) سره د ښه سلوک کولو سره هم په رزق کښې برکت پيدا کيږي ([1]) * د قرآنِ پاک د مختلفو سورتونو لوستلو مثلاً سورۀ مُلک، سورۀ مزمل، سوره وَ الليل او سورۀ اَلَم نَشرَح او خاص طور د سُورۀ واقعه تلاوت معمول جوړول هم په رزق کښې د زياتوالي وجه وي۔ په حديثِ پاک کښې دي: اِسْتَنْزِلُوا الرِّزْقَ بِالصَّدَقَۃِ د صدقو په ذريعه باندې رزق غواړئ ([2]) * سحر وختي پاڅيدل (او د سحر لمونځ ادا کول) د نعمتونو د زياتوالي يوه وجه جوړيږي * د خلقو سره په فراخه تندي [يعني په خوشحالئ سره] ميلاؤيدل او ښه خبرې کول هم رزق زياتوي * د خپل کور ماحول او د کور لوښي وغيره صفا ستهرا ساتل په رزق کښې د خير او برکت ذريعه ده * پينځه واړه لمونځونه ادا کول او په دې کښې خشوع او خضوع، د لمونځ د واجبو، سُنَّتو او آدابو پوره خيال ساتل هم په رزق کښې د خير او برکت ذريعه ده * جُمات ته د اذان نه مخکښې رسيدل


 

 



[1]... بخاری،کتاب: الادب،باب: من بسط لہ فی الرزق…الخ،صفحہ:1495،حدیث:5986۔

[2]... شعب الایمان،جلد:2 ،صفحہ:74،حدیث:1197۔