Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

دين به زده کووم * پوره بيان به اورم * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحْمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّدِ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک نوم چې واورم نو درودِ پاک به لولم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په رِزق کښې د زياتوالي 2 روحاني وظيفې

(1): يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يَا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  ! دُنيا زما نه مخ اَړَوَلے دے۔ خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د غريبئ نه د خلاصي روحاني وظيفه اوښودله او اوئې فرمائيل: آيا تاته د فرښتو تسبيح ياده نه ده؟ د کومې په برکت چې رزق ورکولے شي، بيا ئې اوفرمائيل: د سحر د راختو سره 100 ځله وايه:

سُبْحٰنَ اللہِ وَبِحَمْدِہٖ سَبْحٰنَ اللہِ الْعَظِیْم وَبِحَمْدِہٖ اَسْتَغْفِرُ اللہ

هغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وظيفه واوريدله او لاړلو، يو څو ورځې پس بيا حاضر شو او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دُنيا ماله دومره زياته راغله، زه حيران يم چې چرته ئې اوچته کړم او چرته ئې کيږدم۔ ([1])

(2): حضرت سهل بن سعد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو کَس په بارګاهِ رسالت کښې حاضر شو او د خپل فقر او غريبئ شکايت ئې اوکړو۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې ته خپل کور ته ننوځې نو کور والوؤ ته سلام کوه! که چرې په کور


 

 



[1]... خصائصُ الکبرٰی ،جلد:2 ،صفحہ:299 ۔