Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

کښې څوک نه وي نو په ما باندې سلام عرض کوه او يو ځل قُل ہُوَ اللہ ُاَحَدْ (يعني پوره سُورۀ اِخلاص) لوله۔

 هغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لاړلو او په دې ئې عمل شروع کړو، کله چې به کور ته ننوتلو نو کور والوؤ ته به ئې سلام کولو، بيا به ئې سُورۀ اِخلاص شريف لوستلو، د دې په برکت سرہ په هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې دومره کرم اوشو، الله پاک ورله دومره مال ورکړو چې هغوئي د خپلو ګاؤنډيانو او خپلوانو هم خِدمت شروع کړو۔ ([1])

شافعِ روزِ جَزا تم پہ کروروں درود                           دافعِ جُملہ بَلا تم پہ کروروں درود([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

رِزق هم يو نعمت دے

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! رِزق هم د الله پاک راکړے شوے يو نعمت دے۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

فَاِذَا  قُضِیَتِ الصَّلٰوۃُ  فَانۡتَشِرُوۡا فِی الۡاَرۡضِ وَ ابۡتَغُوۡا مِنۡ فَضۡلِ اللّٰہِ  (پارہ:28، سورۂ جمعه:10)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او بيا چې کله لمونځ اوشي نو په زمکه کښې خواره شئ او د الله پاک فضل لټوئ۔

يعني چې کله د (جُمعې) لمونځ پوره شي نو اوس ستاسو د پاره جائز دي چې د معاش [ګَټې


 

 



[1]... تفسیر ِقرطبی،پارہ:30،سورۂ اخلاص،زیرِ آیت:1،جلد:10 ،صفحہ:4765 ۔

[2]... حدائقِ بخشش ،صفحہ:264۔