Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

روزګار ميلاؤ شو

د ملتان (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زه تر ډيرې مودې پورې د روزګار په لټون کښې ووم، په مختلفو ځيونو کښې مې انټرويو هم ورکړې خو هيڅ جواب رانغلے۔ په دغه وخت کښې زما ملاقات د دعوتِ اسلامي د يو ذمه وار اسلامي ورور سره اوشو، زه د هغه د اخلاقو او د خبرو نه ډير زيات متاثره شوم، ما ورته د خپلې بے روزګارئ په باره کښې اووئيل، هغه ماله تسلي راکړه او د ديني ماحول د برکتونو او د مدني قافلې د سپرلو ذِکر ئې اوکړو او ماته ئې د مدني قافلې ترغيب راکړو۔ يو څو ورځې پس په يوه کمپنئ کښې زما انټرويو وه، ما نيت اوکړو چې د انټرويو نه پس به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د 3 ورځو په مدني قافله کښې سفر کووم۔ د انټرويو نه پس زه د 3 ورځو د مدني قافلې مسافر جوړ شوم او د خپلې بے روزګارئ په باره کښې مې د الله پاک په حُضُور کښې ښه په ژړا ژړا پخپله هم دعاګانې اوکړې او د مدني قافلې په مسافرو عاشقانِ رسول مې هم دعاګانې اوکړې۔ اوس لا د مدني قافلې دويمه ورځ وه چې ماته خبر راغلے چې ته په انټرويو کښې کامياب شوے ئې، د مدني قافلې نه د بيرته تللو نه يو څو ورځې پس ماته د کمپنئ د طرف نه ليټر هم ميلاو شو۔ داسې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د مدني قافلې په برکت سره ماته روزګار ميلاؤ شو۔ ([1])

نوکری چاہئے، آئیے آئیے                               قافلے میں چلیں ، قافلے میں چلو

تنگدستی مٹے دور آفت ہٹے                                لینے کو بَرَکتیں ،قافلے میں چلو([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد


 

 



[1]... عجیب الخلقت بچی،صفحہ:13۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:672-675۔