Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
بے اولادئ شکايت اوکړو نو هغه ته ئې هم دغه اوفرمائيل چې اِستِغفار اوکړه!، بيا څلورم کَس راغلے او هغه د خپلې زمکې د پيداوار د کمي شکايت اوکړو نو هغه ته ئې هم اوفرمائيل: اِستِغفار کوه! حضرت رَبيع بن صَبِيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم چې هلته حاضِر وو هغوئي عرض اوکړو: ستاسو خوا له يو څو کَسان راغلل او قِسما قِسم حاجتونه ئې وړاندې کړل، تاسو هغوئي له هم يو جواب ورکړو چې اِستِغفار کوئ؟ په دې باندې امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا آيتونه اولوستل: ([1])
اِسۡتَغۡفِرُوۡا رَبَّکُمۡ ؕ اِنَّہٗ کَانَ غَفَّارًا (ۙ۱۰) یُّرۡسِلِ السَّمَآءَ عَلَیۡکُمۡ مِّدۡرَارًا (ۙ۱۱) وَّ یُمۡدِدۡکُمۡ بِاَمۡوَالٍ وَّ بَنِیۡنَ وَ یَجۡعَلۡ لَّکُمۡ جَنّٰتٍ وَّ یَجۡعَلۡ لَّکُمۡ اَنۡہٰرًا (ؕ۱۲) (پارہ: 29، سورۂ نوح: 10 -11-12)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: د خپل رَبّ نه معافي اوغواړئ بے شکه هغه ډير معاف کوونکے دے۔ هغه به په تاسو باندې تيز باران اوروي۔ او د مالونو او ځامنو په ذريعه به ستاسو مدد اوکړي او ستاسو د پاره به باغونه جوړ کړي او ستاسو د پاره به نهرونه جوړ کړي۔
د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خلافت کښې يو ځل قحط راغلے، باران نه کيدو، حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د باران د دُعا د پاره خلق راجمع کړل، ميدان ته ئې تشريف راوړلو او صِرف اِستِغفار ئې کولو، د دې نه علاوه ئې د الله پاک نه هيڅ اونه غوښتل۔ بس! د دې اِستِغفار په برکت سره باران اوشو۔