Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

جوړ شو نو الله پاک به هغه ته ډير رزق او فراخه عيش عطا کړي د کوم په وجه چې به هغه د امن او سکون په حالت کښې ژوند تيروي او الله پاک به د هغه نه رضا وي، که چرې په دنيا کښې هغه د څه سختې سره مخ هم شي نو د الله پاک د رضا حاصليدو په وجه به دا د هغه د درجو اوچتولو وجه جوړه شي۔ ([1])

د حضرت هُود عَلَیْهِ السَّلَام  قوم ته نصيحت

په 12 سيپاره، سُورَۀ هُود، آيت: 52 کښې دي، د الله پاک نبي حضرت هُود عَلَیْهِ السَّلَام خپل قوم ته اوفرمائيل:

یٰقَوۡمِ اسۡتَغۡفِرُوۡا رَبَّکُمۡ ثُمَّ تُوۡبُوۡۤا اِلَیۡہِ  یُرۡسِلِ السَّمَآءَ  عَلَیۡکُمۡ مِّدۡرَارًا وَّ  یَزِدۡکُمۡ   قُوَّۃً   اِلٰی قُوَّتِکُمۡ  وَ لَا  تَتَوَلَّوۡا  مُجۡرِمِیۡنَ (۵۲)

(پارہ:12،  سورۂ هود:52)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: اے زما قومه تاسو د خپل رَبّ نه معافي اوغواړئ بيا د هغه په بارګاه کښې توبه کړئ نو هغه به په تاسو تيز باران اوروي او ستاسو د طاقت سره به نور طاقت زيات کړي او تاسو د مجرمانو جوړيدو سره مخ مه اړوئ۔

په تفسير صراط الجنان کښې دي: کله چې عاد قوم د حضرت هود عَلَیْهِ السَّلَام دعوت قبول نه کړو نو الله پاک د هغوئي د کُفر په وجه د 3 کالو پورې باران له دمه ورکړله او ډير زيات قحط راغلے او د هغوئي ښځې ئې شَنډې کړلې، کله چې دا خلق ډير پريشانه شول نو حضرت هود عَلَیْهِ السَّلَام ورسره لوظ اوکړو چې که چرې هغوئي په الله پاک باندې ايمان راوړي او د هغه د رسول تصديق اوکړي او د هغه په حُضُور کښې توبه او اِستِغفار


 

 



[1]... تفسیر ِصراط الجنان ،پارہ:11،سورۂ  ہود، زیرِ آیت:3، جلد:4،صفحہ:393۔