Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
ورځي، راځئ! د قرآنِ کريم طرف ته، قرآنِ کريم مونږ ته لاره ښودلې ده، هغه څه ده؟ قرآنِ کريم وائي: تقویٰ اختيار کړئ! الله پاک به تاسو له د هاغه ځائے نه رزق درکړي، د چرته نه چې به ستاسو ګمان هم نه وي۔
د آسمان او زمکې برکتونه به څنګه ميلاؤيږي؟
د تقویٰ معنيٰ دہ: د الله پاک نه ويريدل، د ګناهونو نه بچ کيدل۔ که چرې مونږه تقویٰ اختيار کړو، د الله پاک نه ويريږو، ګناهونه پريږدو، نيک کارونه شروع کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! صِرف کرم به کيږي۔ الله پاک فرمائي:
وَ لَوۡ اَنَّ اَہۡلَ الۡقُرٰۤی اٰمَنُوۡا وَ اتَّقَوۡا لَفَتَحۡنَا عَلَیۡہِمۡ بَرَکٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الۡاَرۡضِ (پارہ:9، سورۂ اعراف:96)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: او که چرته کلو والا ايمان راوړے وے او تقویٰ ئې اختيار کړے وے نو مونږ به په هغوئي باندې د آسمان او زمکې نه برکتونه پرانستي وو۔
يعني که چرې کلو والا په الله پاک، د هغه په فرښتو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د قيامت په ورځ باندې ايمان راوړے وے او د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اطاعت ئې اختيار کړے وے، د کوم څيز نه چې الله او د هغه رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم منع فرمائيلې ده، د هغې نه ئې ځان بچ کړے وے نو مونږ به ضرور په هغوئي باندې د آسمان او زمکې نه برکتونه پرانستي وو او د هر طرف نه به هغوئي ته خير رسيدلو، په