Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

خلق حيران شول، اوئې وئيل: اے امير المؤمنين! مونږه د باران د دُعا د پاره راغلي وو، تاسو خو دُعا هم اونکړه۔ په دې باندې حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د قرآنِ کريم دا آيت مبارک تلاوت کړو:

اِسۡتَغۡفِرُوۡا رَبَّکُمۡ ؕ        اِنَّہٗ کَانَ غَفَّارًا (ۙ۱۰) یُّرۡسِلِ السَّمَآءَ عَلَیۡکُمۡ  مِّدۡرَارًا (ۙ۱۱)  (پارہ: 29، سورۂ نوح: 10 -11)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: د خپل رَبّ نه معافي اوغواړئ بے شکه هغه ډير معاف کوونکے دے۔ هغه به په تاسو باندې تيز باران اوروي۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د اِستِغفَار عادت جوړ کړئ!

اے عاشقانِ رَسُول! د اِستِغفَار د برکت په وجه واقعي ده چې غربت ختميږي، د محتاجئ او غريبئ نه خلاصے موندلے کيږي۔ د دې نه علاوه د اِستِغفار نورې هم ډيرې فائدې دي، مثلاً: * د اِستِغفَار په برکت د زړه نه زنګ لرې کيږي ([1]) * ګناهونه رَژِيږي * د اِستِغفَار په برکت سره پريشانئ ختميږي * د سختو نه خلاصے موندلے کيږي ([2]) * د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: څوک چې دا اوغواړي چې


 

 



[1]... معجمِ اوسط،جلد:5 ،صفحہ:152 ،حدیث:6894۔

[2]... ابن ماجہ ،کتا ب: الادب ،باب: الاستغفار ،صفحہ:612، حدیث:3819۔