Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

* د QR کوډ سکين په ذريعه هم بُکنګ کولے شئ * په کال سنټر 0313-1139278 د رابطې کولو سره بُکنګ کولے شئ۔ (د بُکنګ د نورو معلوماتو او تجويزونو د پاره په دې نمبر رابطه کيدے شي۔)    

   صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                                                         صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بيان د ختمولو په لور بوځم او د سُنّت د فضيلت او د ژوند د ځينو آدابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ د رِسالت تاجدار، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّت سره محبت اوکړو هغوئي زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغوئي به په جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

کم خوراک سُنَّت دے

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک: کله چې بنده په خپل خوراک کښې کمے کوي نو د هغه سينه د نُور نه ډکولے شي۔ ([2])

  اے عاشقانِ رسول! کم خوراک سُنَّت دے۔ * زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې نه کم خوراک کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې تر څو پورې په دنيا کښې تشريف فرما وو، چرې ئې هم پرله پسې 2 شپې په مړه ګيډه نه وه خوړلې * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د لوږې په وجه په ګيډه مبارکه پسې کانړي تړل۔


 

 



[1]...تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]...جامع صغیر، صفحہ:35،حدیث:469۔