Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

وخت باندې به ګټه ور بارانونه کيدل، د زمکې نه به فصل ميوې ښه ډيرې کيدلې، رزق به ئې فراخه کيدلو، امن او سلامتيا به وه او د آفتونو نه به بچ وو۔ ([1])

معلومه شوه: د تقویٰ په برکت سره آسماني برکتونه هم ميلاؤيږي او د زمکې برکتونه هم ميلاؤيږي، الله پاک دې زمونږه د تقویٰ دولت نصيب کړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

احکامِ شَرْع پر مجھے دے دے عمل کا شوق          پیکر خلوص کا بنا  یاربِّ مصطَفٰے!([2])

په رزق کښې د زياتوالي وجه: عبادت

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه د ژوند مقصد د الله پاک عبادت دے۔ که چرې مونږه د عبادتونو د پاره * د نيک کارونو د پاره وخت اوباسو * پينځه واړه لمونځونه د جَمعې سره په جُمات کښې ادا کړو * د نفلونو د پاره هم وخت اوباسو * د قرآنِ پاک د تلاوت د پاره هم وخت اوباسو * د نيکئ د دعوت عام کولو، * د عِلمِ دين زده کولو او ښودلو، * په علاقائي دوره کښې د شرکت کولو * د دَرس ورکولو، اورولو، * د مدرسة المدينه بالغان د لوستلو، نورو ته د ښودلو * په هفته واره د سُنَّتو نه په ډکه اجتماع کښې د شرکت کولو * د سحر د لمونځ د پاره د راپاڅولو * په مدني قافِلو کښې د سفر کولو او د نورو نيک عملونو کولو د پاره وخت اوباسو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي او که چرې الله پاک اوغوښتل نو حلال رزق به هم زيات شي، هم دغسې د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ رحمت، قاسِمِ نعمت


 

 



[1]... تفسیر ِصراط الجنان ،پارہ:12،سورۂ  اعراف، زیرِ آیت:96، جلد:3،صفحہ:386۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:131۔