Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک رحمت ډير لوئي دے، هغه واقعي ده چې رحمان او رحيم، کريم مالِک دے۔ د هغه په حُضُور کښې خو سر ښکته کړئ او اوګورئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کمے به نه پاتې کيږي۔ د رزق کمے دے، پريشانئ دي، تکليفونه دي، چې څه هم دي، د خپل کريم مالِک په بارګاه کښې حاضري اوکړئ! جُمات ته لاړ شئ! د عبادت د پاره وخت اوباسئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به کيږي۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په رزق کښې د زياتوالي وجه: د رزق قدر کول
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! رزق د ضائع کيدو نه بچ کوئ، د رزق د قدر کولو او د احترام کولو په برکت هم رزق زياتيږي۔ هم دغسې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د مشهور کتاب: فيضانِ سُنّت، په جلد: اول صفحه: 263 باندې دي: زبردست مُحَدِّث حضرتِ هُدبه بن خالِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له د بغداد خليفه مَامُونُ الرَّشيد د ډوډئ دعوت ورکړو، د خوراک نه چې فارغ شو نو د خوراک چې کومې دانې وغيره پريوتې وې، حضرتِ هُدبه بن خالِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه يوه يوه راوچتوله او خوړله ئې۔ د بغداد خليفه مَامُونُ الرشيد حيران شو او اوئې وئيل: اے شيخ! آيا تاسو تر اوسه پورې ماړه شوي نه ئيئ؟ اوئې فرمائيل: ولې نه! په اصل کښې خبره دا ده چې ماته حضرت حَمّاد بن سَلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو حديثِ پاک بيان کړے دے: کوم کَس چې د دسترخوان نه لاندې پريوتې پوټي ګوري او خوري ئې، هغه