Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

  دا 3 ګواهئ دي، د چا؟ د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ۔ په کوم ځائے کښې بيان شوې؟ په قرآنِ کريم کښې۔ که چرې اوس هم مونږ په دې باندې اعتماد اونکړو * اوس هم مونږه د رزق د زياتوالي د پاره غلطې لارې خپلې کړو * د جوارئ ملاتړ واخلو * مسلمانانو له دهوکه ورکړو * په ناپ تول کښې خيانت اوکړو * ناحقه د سوال دروازه د ځان د پاره برسيره کړو * د سود لين دين شروع کړو نو زمونږ په شان کم عقل به نور څوک وي۔ د جوارئ سره، د سود د لين دين سره، د مال ګټلو د پاره د حرامو لارو خپلولو سره مال زياتيږي نه، د ځان وبال جوړيږي۔ دې د پاره که چرې مونږه په دُنيا او آخرت کښې د خوشحاله ژوند تيرولو خواهش لرو نو چې ګناه پريږدو، توبه او اِستِغفار اوکړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! الله پاک به کرم اوکړي۔

د هرې پريشانئ نه د خلاصي لاره

د نبيانو تاجوَر، مَحبوبِ رَبِّ اکبر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چا چې اِستِغفار په ځان باندې لازم کړو الله پاک به د هغه هره پريشاني ختمه کړي او د هرې سختې نه به سکون ورکړي او هغه له به د هاغه ځائے نه رزق ورکړي، د چرته نه چې به د هغه ګمان هم نه وي۔ ([1])

 د ټولو مسئلو هم يو حل

يو ځل د حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خوا له يو کَس راغلے او هغه د باران د کمي شکايت اوکړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِستِغفار کولو حکم اوکړو، بَل کَس راغلے او هغه د غريبئ شکايت اوکړو نو هغه ته ئې هم دغه حکم اوکړو، بيا دريم کَس راغلے او هغه د


 

 



[1]... ابن ماجہ ،کتا ب: الادب ،باب: الاستغفار ،صفحہ:612، حدیث:3819۔