Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

نه کول * عِمامه [يعني پټکے] په ناسته تړل او * پاجامه يا پرتوګ په ولاړه اغوستل * په نيکو عملونو کښې د لم ليټ نه کار اخستل۔ ([1])

   دا ټولې د غريبئ وجې دي، الله پاک دې مونږه د غريبئ نه بچ کړي، حلال رزق دې زمونږ نصيب کړي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

عمل کا ہو جذبہ عطا یاالٰہی!                                   گُناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!([2])

په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مدني قافله

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دُنيا او د آخِرت د خيرونو موندلو، د لمونځونو پابند جوړيدلو، د ځان او د نورو [خلقو] د اصلاح کوشش کولو او د ثواب د ذخيرې جمع کولو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ او د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې عملي طور برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او د دنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مدني قافله هم ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د دين د تبليغ د پاره، په ټوله دُنيا کښې د سُنتو خپرولو د پاره، پخپله د لمونځونو پابندئ کولو او د نورو د لمونځونو د عادت جوړولو د پاره د دعوتِ اسلامي لاندې هره مياشت په زرګونو اسلامي ورونړه په مدني قافلو کښې سفر کوي او مختلفو علاقو ته ځي او د نيکئ د دعوت عام کولو سعادت حاصلوي، تاسو هم همت اوکړئ، د الله پاک دين له وخت ورکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دُنيا او د آخِرت ډير خيرونه به مو نصيب شي۔ راځئ! د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو!


 

 



[1]... فیضانِ سنت،صفحہ:264 تا 266۔

[2]... وسائل بخشش ، صفحہ:102۔