Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

وَټې] په کارونو کښې مشغول شئ۔ ([1]) د دې آيت مبارک نه دا معلومه شوه: چې رِزق هم د الله پاک فضل دے، د هغه نعمت دے۔

د مال دِيني او دُنيائي فائدې

يقيناً چې د مال محبت ښه نه دے، د مال محبت انسان په هلاکت کښې غورځوي، البته د ژوند تيرولو د پاره مال، دولت، رزق هم ضروري دے * ظاهره ده چې مال وي نو مونږه به د ژوند بنيادي ضرورتونه پوره کولے شو * چې مال وي نو د ځان، د خپل کور والوؤ، د بال بچ به بهتره روزنه پالنه اوکړے شو * چې مال وي نو ځان، بال بچ به د فقر، غريبئ او سوال کولو وغيره نه بچ کړے شو * چې مال وي نو بيا به د صدقې او خيرات فضيلتونه حاصلولے شو * چې مال وي نو د خپلوانو او ګاؤنډيانو وغيره مالي حقونه به ادا کړے شو * چې مال وي نو د الله پاک د رضا د پاره به جُمات يا مدرسه جوړه کړے شو * چې مال وي نو حج به هم اوکړے شو * چې مال وي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د مدينې منورې حاضِري به هم آسانه شي او * چې بقدرِ کفايت حلال رزق وي نو د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د شيطاني چلونو نه بچ کيدل آسان شي۔

په کُفر کښې د اخته يوه وجه

د الله پاک آخِري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کَادَ الْفَقْرُ اَنْ یَّکُوْنَ کُفْراً يعني نزدې ده چې فقر (غريبي، محتاجي، غربت) انسان په کُفر کښې اوغورځوي۔ ۔([2])


 

 



[1]... تفسیرِ صراط الجنان،پارہ:28 ،سورۂ جمعہ ،زیرِ آیت :10 ،جلد:10 ، صفحہ:157۔

[2]...شعب الایمان،جلد:5،صفحہ:267 ،حدیث:6612۔