Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

شيطان چلونه ناکامه کول، کله چې به شيطان زما [په زړه کښې] وسوسه اچوله چې د کوم ځائے نه به خورې نو ما به وئيل: زما سره مال دے، هغه به اولګووم۔ ([1])

  سُبْحٰنَ اللہ! يقيناً دا د الله پاک نيک بنده ګان دي، د دوئي دا انداز زمونږه د پوهه کولو د پاره دے۔ الله پاک دې زمونږه پوهه نصيب کړي۔ بهر حال! بقدرِ کفايت حلال رزق ګټل هم جائز دے او د خپلو حالاتو، باطِني کيفيتونو او د تَوَکُّل د درجې مطابق د ضرورت په طور مال جمع کول هم جائِز دے۔ د دې مختلف صورتونه جوړيږي، که تفصيلي معلومات غواړئ نو د مکتبة المدينه کتاب حرص اولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ديني معلوماتو نايابه خزانه به په لاس درشي۔

مِرا دل پاک ہو سرکار! دنیا کی محبت سے               مجھے ہو جائے نفرت کاش! آقا ! ما ل و دولت سے ([2])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د سبق نه يو ډک حديثِ پاک

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د غربت، محتاجئ او غريبئ نه څنګه بچ کيدے شو؟ په حلال رزق کښې د زياتوالي ذريعې څه څه دي؟ په دې باره کښې د مدني ګل د اوريدو نه مخکښې راځئ! يو ايمان تازه کوونکے او د سبق نه ډک حديثِ پاک اورو۔

خواست دے چې دا حديثِ پاک مونږه د خپلو اوسنو حالاتو مخې ته د کيښودو سره واورو، څوک چې غريب دے هغه دې خپله غريبي مخې ته کيږدي او څوک چې مالداره


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیا، صفحہ:144 ملتقطاً۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:401۔