Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
به د غريبئ نه بے ويرې شي۔ ([1]) زه په دغه حديث مبارک باندې عمل کووم۔ دا ئې چې واوريدل نو مامون ډير زيات متاثره شو او خپل يو خادم ته ئې اشاره اوکړه هغه 1000 ديناره په رومال کښې تړلي راوړل۔ مامون هغه ديناره د حضرت هُدبه بن خالِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې د نذرانې په طور وړاندې کړل۔ حضرت هُدبه بن خالِد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په حديث مبارک باندې د عمل برکت لاس په لاس ظاهر شو۔ ([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رزق د قدر کولو، رزق د ضائع کيدو نه د بچ کولو سره هم رزق زياتيږي۔ آه! نن سبا د رزق احترام د زړونو نه روان دے، نن سبا د رزق د بے قدرئ او د بے حُرمتئ نه کوم کور خالي نه دے، په بنګله کښې د اوسيدونکي اَرب پتي نه واخله تر په جونګړه کښې د اوسيدونکي مزدوره پورې د دې بے احتياطئ ښکار په نظر راځي، په واده کښې د قِسما قِسم خوراکونو د ضائع کيدو نه واخله تر په کورونو کښې د لوښو د وينځلو تر وخته پورې چې څنګه خوروا، وريژې او د دې اجزا بهيولے شي مَعاذَ الله! نالئ ته غورځولے شي، کاش چې د رزق احترام زمونږ په زړونو کښې وے او خوراک مو د ضائع کيدو نه بچ کولے۔
ياد ساتئ! د رزق قدر نه کول، د دې سپکاوے د غريبئ وجه ده۔ د مسلمانانو خوږه مور جانه، حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل کور مبارک ته تشريف راوړلو، د ډوډئ پوټے چې ئې غورځيدلے اوليدلو، هغه ئې راواخِستلو او اوئې څنډلو،