Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

مصروفياتو بهانه جوړه کړي، د مال د حِرص په وجه د نيک کارونو نه لرې پاتې کيږي۔ آه! کوم نادانه چې د دنيا په فِکرونو کښې اوسيږي، د ژوند د اصلي مقصد يعني د عبادتونو د پاره، د نيک کارونو د پاره وخت نه اوباسي، هغه بس صِرف د دنيا پاتې شي، الله پاک د هغه نه غريبي، محتاجي نه لرې کوي، ده ته ميلاؤيږي هغه څه، کوم چې ئې په قسمت کښې ليکلي وي خو د ده ځواني د فاني دُنيا په فضول فِکرونو کښې تباه شي او هغه خوش قسمته کوم چې د آخِرت فِکر کوي، د عبادت د پاره وخت اوباسي، د نيک کارونو د پاره وخت اوباسي، الله پاک د هغه سينه د غِنیٰ [يعني مالدارئ] نه ډکه کړي، د هغه غربت، محتاجي او فقيري لرې کړي۔

ایسا کرم ہو نیکیوں میں دِل لگا کرے                    پڑھتا ہوں گر نَماز بھی تو بے دِلی کے ساتھ ([1])

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

نا اشنا مزدوري، نا اشنا اُجرت

حضرت وهب بن مُنَبّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په بني اسرائيلو کښې يو کَس وو، بقدرِ کفايت حلال رزق به ئې ګټلو او نور وخت به ئې په عبادت کښې تيرولو۔ يو ځل پرله پسې تر ډيرو ورځو پورې هغوئي ته چرته هم مزدوري ميلاؤ نه شوه او لوږې تندې ته خبره اورسيدله خو هغوئي حوصله اونه بائلله، يوه ورځ هغوئي د الله پاک نيک بنده سحر وختي د الله پاک نوم واخستو او د مزدورئ لټولو د پاره اووتلو خو چرته ورته هم څه کار ميلاؤ نه شو۔ آخِر ستړے شو او هغوئي د درياب خوا له راغلے، اودس ئې اوکړو او په عبادت


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:210۔