Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

شپې په آخِرئ حصه کښې د اِستِغفَار ډير فضيلت دے چې دغه وخت اِستِغفَار کول د نيکانو خلقو طريقه ده، الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ الۡمُسۡتَغۡفِرِیۡنَ بِالۡاَسۡحَارِ (۱۷)  (پارہ: 3، سورۂ آلِ عمران :17)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او د شپې په آخِرئ حصه کښې بخښنه غوښتونکي۔

 او په 26 سيپاره، سورۃُ الذَّارِیَات، آيت: 18 کښې فرمائي:

وَ  بِالۡاَسۡحَارِ ھُمۡ  یَسۡتَغۡفِرُوۡنَ (۱۸)  (پارہ: 26، سورۂ ذاریات :18)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او د شپې په آخِري حصو کښې به ئې بخښنه غوښتله۔

معلومه شوه: چې تقویٰ دار د شپې پاڅي، او د شپې په آخِرئ حصه کښې لمونځونه کوي، توبه او اِستِغفَار کوي هغوئي د الله پاک نيک بنده ګان دي۔ الله پاک دې مونږ له هم داسې توفيق راکړي۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په رزق کښې د زياتوالي دويمه وجه: تقویٰ

په 28 سيپاره، سُورَۃُ الطَّلاق، آيت: 2 او 3 کښې الله پاک فرمائي: