Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

هم په رزق کښې د خير او برکت ذريعه ده * هميشه په اودس کښې اوسيدل هم په رزق کښې د خير او برکت ذريعه ده * د فائدې نه رسولو او فضول خبرو نه بچ کيدل هم په رزق کښې د خير او برکت ذريعه ده * شپه او ورځ د الله پاک په حُضُور کښې دُعا غوښتل * د ورځې په شروع کيدو کښې د کور دننه بِسمِ الله او سورۀ اِخلاص لوستل * د خوراک نه مخکښې او وروستو اودس کول (يعني لاس خُله وينځل) * د دين په حکمونو باندې په پابندئ سره عمل کول او د الله پاک اطاعت کول * طهارت او پاکي اختيارول * په دسترخوان باندې غورځيدلې د ډوډئ پوټي کتل او خوړل * د تهجدو لمونځ کول * د توبو زياتوالے کول او د سحر د سُنَّتو او د فرضو ترمينځه 70 ځله اِستِغفَار کول * په کور کښې آيَةُ الکُرسي لوستل او ډير زيات درود شريف لوستل *  قرآنِ کريم او ديني کتابونه د مدرسو د پاره وقف کول * نورو ته عِلمِ دِين رَسَوَل که هغه د قرآنِ پاک يو آيت يا د دين يوه مسئله ولې نه وي، د دې سره هم په رزق کښې خير او برکت او فراخي نصيب کيږي۔

د غريبئ بعضې وجې

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لکه څنګه چې په رزق کښې د برکت وجې دي هم دغه شان په رزق کښې د کمي وجې هم دي، که چرې د دې نه ځان بچ کړے شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! په رزق کښې به صِرف برکتونه وينئ * د لاسونو د وينځلو نه بغير خوراک کول * سرتور سر خوراک کول * په تياره کښې خوراک کول * په دروازه کښې کښيناستل او خوراک کول * د مَړي سره نزدې کښيناستل او خوراک کول * په جَنابَت (يعني د غُسل فرض کيدو په حالت کښې) خوراک کول * په کَټ باندې د