Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab
هسې خو په حديثونو مبارکو کښې د غريبئ ډير فضيلتونه بيان شوي دي، غريبي بده نه ده ښه او ګټه وره ده خو غريبي هغه ښه ده کومه چې د شُکر سره وي، کله چې د غريبئ سره د شُکر په ځائے ګيله راځي نو غريبي د هلاکت وجه جوړيږي۔ د ګيډې اور ډير خطرناک اور دے، دا انسان بے وسه کوي، کله چې په انسان باندې د لوږې ازميښت راشي نو ځان سمبالول، ايمان مضبوط ساتل، په دې امتحان کښې په استقامت سره کاميابيدل ډير ګران شي، ډير داسې خلق دي کوم چې د غريبئ، محتاجئ او فقر نه تنګ شي او په الله پاک باندې اعتراضونه شروع کړي، د کُفر جُملې وائي او داسې ډير نادانه په دنيا کښې شته کوم چې د ګيډې د اور مړ کولو يا د مال او دولت د حِرص په وجه ځان کافِران ليکي، ځان کافِر اوليکي او د بهر ملکونو ويزې هم حاصلې کړي۔ (اَسْتَغْفِرُ اللہ ! اَسْتَغْفِرُاللہ!)
الله پاک دې زمونږه ايمان محفوظ کړي، مونږ دې د ايمان د خلاصيدو د آفت نه محفوظ اوساتي۔ بهر حال! چې څومره ممکن وي د محتاجئ نه د بچ کيدو او بقدرِ کفايت د حلال رزق ګټلو په کوشش کولو کښې خير دے۔
حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي ولئ کامل، با عمله عالِم دے، کله چې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه آخري وخت راغلے نو يوه تهيلئ ئې راويستله، په هغې کښې درهمې او دينارونه (يعني د سپينو او سرو زرو سِکې) وې، اوئې فرمائيل: دا د الله په لار کښې صدقه کړئ! خلقو عرض اوکړو: عالي جاه! تاسو خو به د مال نه د بچ کيدو درس ورکولو، تاسو پخپله مال جمع کړو په دې کښې څه حکمت دے؟ اوئې فرمائيل: ما د دې په ذريعه د