Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

وَ  مَنۡ یَّتَّقِ اللّٰہَ  یَجۡعَلۡ لَّہٗ  مَخۡرَجًا ۙ(۲) وَّ یَرۡزُقۡہُ  مِنۡ حَیۡثُ لَا یَحۡتَسِبُ ؕ       وَ مَنۡ  یَّتَوَکَّلۡ عَلَی اللّٰہِ  فَہُوَ حَسۡبُہٗ ؕ   

(پارہ:28 ، سورۂ طلاق:2-3)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: او څوک چې د الله نه ويريږي الله به د هغه د پاره د وَتَلو لار جوړه کړي۔ او هغه له به د هاغه ځائے نه رزق ورکړي د چرته نه چې د هغه ګمان هم نه وي او څوک چې په الله پاک باندې باور اوکړي نو هغه [يعني الله پاک] د هغه د پاره کافي دے۔

 

دے حُسنِ اَخلاق کی دولت                                       کر دے عطا اِخلاص کی نِعمت

مجھ کو خزانہ دے تَقویٰ کا                                          یااللہ!  مری  جھولی  بھر دے([1])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه: چې د تقویٰ اختیارولو سرہ هم رزق زياتيږي او سُبْحٰنَ اللہ! څومره برکتونه دي څوک چې تقویٰ اختیار کړي، هغه له رزق د هاغه ځائے نه ورکړے کيږي، د چرته نه چې د هغه ګمان هم نه وي۔

بعضې وخت زمونږ سره داسې کيږي، ټولې دروازې بندې شي، مثلاً * د پيسو سخت ضرورت دے، کار نه چليږي * نوکري وه، لاړه * دُکان مو جوړ کړو، لاړے * ماشومان د لوږې نه ژاړي * د ورور نه مو قرض اوغوښتو، هغه رانکړو * د دوستانو نه مو مدد اوغوښتو، هغوئي اونکړے شو * ټولې دروازې بندې دي، نه پوهيږم، چې څه اوکړم، د رزق دروازه که برسيره شي نو د کوم ځائے نه برسيره شي، په داسې موقع باندې بنده په زرګونو لارې لټوي خو هغه ته څه لاره په نظر نه راځي، هيڅ طريقه نه


 

 



[1]... وسائلِ بخشش،صفحہ:123۔