Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

بيا ئې اوخوړلو او اوئې فرمائيل: يَا عَائِشَةُ اَكْرِمِيْ كَرِيْمًا فَاِنَّهَا مَا نَفَرَتْ عَنْ قَوْمٍ قَطُّ فَعَادَت اِلَيْهِمْ يعني اے عائشې (رَضِىَ اللهُ عَـنْها)! د ښه څيز احترام کوه چې دا څيز (يعني ډوډئ) چې د کوم قوم نه تختيدلې ده واپس نه ده راغلې۔ ([1])

الله پاک دې زمونږ په حال باندې رحم اوکړي! مونږ له د خوراک په شان د الله پاک د عظيم نعمت ډير زيات قدر کول پکار دي او د دې سره سره د ډوډئ خوړلو په وخت د خوراک د سُنَّتو او آدابو هم ډير زيات خيال ساتل پکار دي ځکه که چرې مونږه د ډوډئ په وخت د خوراک سُنَّت او آداب مخې ته کيږدو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! يواځې به د رزق د بے قدرئ نه په بچ کيدو کښې کامياب نه شو بلکه د دنيا د ډيرو خيرونو سره سره به د رزق د خير او برکت په نعمت هم سرفراز  شو۔

الله پاک دې زمونږه حلال رزق نصيب کړي، مونږ دې د محتاجئ او غريبئ نه بچ کړي او کاش! کاش! چې زمونږه د رزق قدر نصيب شي۔  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ  الۡاَمِيۡن صَلَّى  اللّٰهُ عَلَيهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                            صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رزق په قدر باندې د پوهيدو او د خوراک د آدابو زده کولو د پاره د مکتبة المدينه کتابونه او رسالې (1): تنگدستی اور رزق میں بے برکتی کا سبب (2): روٹی کا احترام (3): کھانے کی 5 سنتیں (4): کھانے کا اسلامی طریقہ (5): کھانے اور کھلانے کے بارے میں سوال جواب (6): او د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت


 

 



[1]... ابنِ ماجہ ،کتاب:الاطعمہ،باب:النہی عن  القاء الطعام،صفحہ:545 ،حدیث:3353۔