Rizq Main Izafa Ki Asbab

Book Name:Rizq Main Izafa Ki Asbab

دسترخوان اچولو نه بغير خوراک کول * په خوراک انتظار کول * په کَټ کښې پخپله بَر اړخ ته کښيناستل او خوراک لَنګې (يعني کوم طرف ته چې خپې کولے شي د هغه حصې) طرف ته کيښودل * په غاښونو سره ډوډئ راشوکول * د چيني يا خاورې مات لوښي استعمالول، په دې کښې اوبه څښل (ياد ساتئ! د لوښي يا پيالئ په مات شوي ځائے اوبه ، چائے وغيره څښل مکروه دي، د خاورې په چاودلي يا د داسې لوښي د کوم د دننه حصې نه چې لږه شان هم خاوره رژيدلې وي په هغې کښې خوراک مه کوئ ځکه چې خيرے او جراثيم وغيره ګيډې ته تللے شي او د بيمارو وجه جوړيدے شي) * په کومو لوښو کښې چې خوراک شوے وي هغه ښه نه صفا کول * په کوم لوښې کښې چې خوراک اوکړے شي په هغې کښې لاس وينځل * د خوراک څښاک لوښي سرتور ساتل (د خوراک څښاک لوښي د بِسمِ الله وئيلو سره پټول پکار دي ځکه چې بلاګانې ورکوزيږي او خرابوي ئې بيا هغه خوراک او شربت بيماريانې راوړي) * ډوډئ داسې کيښودل چې بے اَدَبي وي او خپو ته راشي * دغه شان د زيات اوده کيدو عادت (د دې سره جهالت هم پيدا کيږي) * لَغَړ اوده کيدل * د بے حيائيئ سره اودس ماتے کول (د خلقو په مخکښې په عامو لارو باندې په زړورتيا سره اودس ماتي کولو والا دې غور اوکړي) * په دسترخوان باندې په غورځيدلو دانو او د خوراک د پوټو وغيره په اوچتولو کښې سستي کول * د پيازو او اوګې پوستکي سيزل * کور په کپړو جارو کول * د شپې جارو وهل * ګند په کور کښې پريښودل * د مَشائخو (علمائے دِين او نيکانو بزرګانو) نه مخکښې تلل * مور پلار د هغوئي په نومونو سره رابلل * د دروازې يو اړخ ته ډډه وهل او اودريدل * په بيتُ الخَلا (Toilet) کښې اودس کول * په کور کښې د جولا جالَکي پريښودل * په لمونځ کښې سستي کول * د سحر د لمونځ نه پس د جُمات نه زر وَتَل * سحر وختي بازار ته تلل * ناوخته د بازار نه راتلل * خپل اولاد ته ښيرې کول * ګناه کول خاص طور دروغ وئيل * ماته شوې ګمنځ استعمالول * د مور پلار د پاره د خير دُعا