Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

افضل او اعلیٰ دے۔ ([1]) (3): زمونږه خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَفْضَلُ عِبَادَۃِ اُمَّتِیْ قِرَاءَۃُ الْقُرْآنِ قرآنِ کريم زما د اُمَّت اَفضل ترين عبادت دے۔ ([2])

عبادت میں، ریاضت میں، تلاوت میں لگا دے دِل

رجب  کا  واسطہ  دیتا  ہوں  فرما  دے  کرم  مولیٰ([3])

خواجه غريب نواز او د مُعَاشرې اِصلاح

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير د اوچتې مرتبې کامِل ولي دے، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه خاص کارنامه دا ده چې هغوئي هندوستان ته تشريف راوړلو او يو انقلاب ئې راوستلو۔ خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله هندوستان ته تشريف راوړلو * دلته هر خوا کُفر او شِرک راخور وو * اګرچه مسلمانان هم دلته اوسيدل، البته د کُفر غلبه وه * خلق په فِرقو کښې تقسيم وو * د رنګ او نسل اِمتياز به کيدلو * د چُهوت [يعنې د ذات پات] بيماري عامه وه * يو کمتره قوم يا د پيشې والا انسان چې به څه څيز له لاس وروړلو نو غټ قوم والا به د هغه څيز استعمال حرام ګنړلو * د غريبانانو سره کښيناستل * د هغوئي سره خوراک کول * د هغوئي د لاس نه د څيزونو اخستلو ورکولو وغيره نه به سخته کرَکه کيدله * که چرې چرته به يو غريب ناست وو او د هغه په خوا کښې د کښيناستو سره به خوراک کول وو نو په مينځ کښې به پرده راښکته کولے شوه د پاره د دې چې هغه خوراک هم اونه ويني *


 

 



[1]... ترمذی، کتاب فضائل القرآن، صفحہ:679، حدیث:2926۔

[2]... شُعَبُ الایمان ، جلد:2، صفحہ:354، حدیث:2022۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:98-114-102۔