Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
د اميرِ اهلِسُنَّت د خواجه غريب نواز سره محبت
شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي ضيائي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هم اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د اوليائے کرامو عاشق دے۔ خاص طور د غوثِ پاک، شيخ عبد القادر جيلاني، خواجه غريب نواز او اعلیٰ حضرت امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه محبت خو لکه چې د هغوئي په رګ رګ کښې پروت دے۔ هغوئي هر کال د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ياد کښې د رَجَبُ المُرَجَّب د وړومبي تاريخ نه واخله تر د 6 رَجَب پورې هره ورځ مدني مذاکره فرمائي، د دې مدني مذاکرې نه وړاندې د غريب نواز جلوس هم اهتمام کيږي۔ هغوئي 2 ځله اجمير شريف کښې د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته حاضري کړې ده، په کال 1998ء کښې د شَعبَانُ المُعَظَّم په مبارکه مياشت کښې ئې نفل روژه اونيوله او د خپل جانشين صاحبزاده حضور، حاجي عبيد رضا عطاري مدني مَدَّ ظِلُّهُ العالي او د نورو ډيرو د خواجه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عاشقانو سره ئې د سحر نه پس د خواجه غريب نواز مزار ته حاضري اوکړه، د خواجه عاشق امير اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه چې اجمير شريف ته اورسيدلو نو د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان کښې ئې دا مَنقَبت اوليکلو د کوم وړومبے شعر چې دا دے:
میں ہوں سائل، میں ہوں منگتا یاخواجہ!مِری جھولی بھر دو
ہاتھ بڑھا کر ڈال دو ٹکڑا یا خواجہ! مِری جھولی بھر دو([1])
اميرِ اهلِسُنَّت د غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار کښې د سنګ مر مرو د مبارکو جالو طرف ته د اَدب په طور اودريدلو غالباً خپل څادر شريف ئې د جولئ په شکل کښې اوغوړولو