Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
ظُلم او سِتَم عام وو * غريبانان د ظُلم په ميچنه کښې دَل کيدل * مختلف ناوړي رسمونه او د ظلم نه ډک رِواجونه د معاشرې لازمي برخه وه۔
په داسې غورځيدلې معاشره کښې خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړلو او شپه او ورځ محنت ئې اوکړو او د معاشرې رنګ ئې بدل کړو، هندوستان کوم چې کفرستان وو، د دغه ځائے خلقو ته ئې د دين تعليمات اوښودل او د عدل او انصاف، اسلامي مساواتو، عاجزئ او اِنکسارئ، اِخلاص او رضا او د ويرې په شان د اعلیٰ صفتونو عادت لرونکي ئې جوړ کړل۔ دا هم حضرت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے، کوم چې هندوستان ته راغلے او انقلاب ئې راوستو او د يوې پاکې او مثالي معاشرې بنياد ئې کيښودو۔ د هغه وخت يو شاعِر ليکلي دي:
ہَمَہ غافِل اَزْ حُکْمِ دِین و شَرِیْعت ہَمَہ بےخَبَر اَزْ خُدا و پیمبر
نَہ ہر گِز کسے دِیْد مِنْجَارِ قِبْلہ نَہ ہرگِز شُنِیْدَہ کَسِ اللہ اَکْبَر
اَزْ فَیْضِ اُو بَجَائے صَلِیْب و کَلِیْسَا دَرْ دارِ کُفْر مَسْجِد و مِحْرَاب و مِنْبَر است
د شعرونو مفهوم: يعنې خلق د دِين او شريعت نه غافِله، د الله او د هغه د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه خبر نه وو، نه چا کعبه ليدلې وه، نه چا د اللهُ اَکبَر آواز اوريدلے وو، دا د هغوئي (خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) فيضان دے چې په کفرِستان کښې جُماتونه آباد دي او د محراب او منبر نه د حق آوازونه پورته کيږي۔
د خواجه حُضُور د ولايت د نظر کمال
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې انقلاب