Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
د اوليائے کرامو په مزارونو باندې د حاضرئ آداب
اے عاشقانِ رَسُول! * د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم اجمٰعین مزارونو ته حاضري کول او د هغوئي نه فيض حاصلول د بزرګانو معمول پاتې شوے دے، امام خلّال رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ماته چې کله هم څه مسئله راپيښه شي، زه د امام موسیٰ کاظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته حاضر شم او د هغوئي وسيله وړاندې کړم۔ الله پاک زما سخته آسانه کړي۔ ([1]) * امامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ماته چې کله څه حاجت راپيښ شي، دوه رکعته لمونځ ادا کړم او د امامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته لاړ شم او دُعا غواړم، الله پاک زما حاجت پوره کړي۔ ([2])
مونږ له هم د بزرګانو مزارونو ته حاضريدل پکار دي، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دې به ډير برکتونه نصيب شي۔ راځئ! د اوليائے کرامو په مزارونو د حاضرئ آداب اورو:
* په فتاویٰ عالمګيري کښې دي: مستحب (يعنې شرعاً خوښ) دا دي چې مزار ته د حاضريدو نه مخکښې هم په خپل کور کښې (چې مکروه نه وي په داسې وخت کښې) 2 رکعته نفل اوکړئ، په هر رکعت کښې د سُوْرَۃُ الْفَاتِحَه نه پس يو ځل اٰية الکُرسِي او 3 ځله سُوْرَۃُ الْاِخْلَاص اولولئ او د دې لمونځ ثواب د مزار والا صاحب ته اوبخښئ، د دې په برکت به الله کريم د مزار والا صاحب په قبر کښې نُور پيدا کړي او دې (ثواب بخښوونکي) کَس له به هم ډير ثواب ورکړي۔ ([3]) * د اوليائے کرامو په مزارونو باندې د حاضرئ نه