Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

کاش! چې زمونږه هم د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کرامت نظر نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! بيړه به مو پار شي۔ الله پاک دې زمونږه د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان نصيب کړي۔

اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو دَرس

اے عاشقانِ غريب نواز! حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به دَرس ورکولو۔ راځئ! د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  يو دَرس اورو:

5 څيزونو ته کتل عبادت دے

خواجه بختيار کاکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګُل مبارکه ورځ وه، زه د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښې حاضر شوم، هغه وخت شيخ محمد اَوحَد چشتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او نور بزرګان حاضر وو، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دَرس ورکولو کښې اوفرمائيل: 5 څيزونو ته کتل په عبادت کښې داخِل دي:

(1): مور پلار ته کتل عِبَادت دے

په هغې کښې وړومبے دا دي چې د خپل مور پلار مخ ته د مينې په نظر اوکتلے شي۔ ([1]) په حديث کښې دي، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کله چې اولاد د خپل مور پلار طرف ته د رحمت نظر اوکړي نو الله پاک د هغوئي د پاره د هر نظر په بدله کښې د حَجِّ مَبرُور (يعنې د قبول شوي حج) ثواب ليکي۔ صحابۀ کرامو


 

 



[1]... ہشت بہشت، دلیل العارفین، صفحہ:19۔