Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

کړي، بيا فرښتې ډير په نرمئ سره هغه راپاڅوي او د هغه قبر د 400 کاله په مَزَل فراخه کړے شي بيا د هغه د پاره د اَذفَر نومې خوشبو لګيدلے شين ريښم اوغوړولے شي او د هغه سر او خپو ته نرمې او د ريښم ډَک بالښتونه کيښودلے شي، د هغه سر او خپو ته د جنّتي نور 2 ډيوې بَلې کړے شي کومې چې به تر قيامته بلې وي بيا ورله فرښتې په ښئ ډډه قبلې ته مخ کړي او هغه له جنّتي ياسمين ورکړي او پرواز اوکړي او بيا تر قيامته هغه او قرآن پاتې شي۔ قرآنِ کريم شپه او ورځ د هغه خبر د هغه کور والوؤ ته رسوي او د هغه سره داسې اوسيږي لکه څنګه چې مهربانه پلار د خپل بچې سره اوسيږي، که چرې د هغه په اولاد کښې چا قرآنِ پاک اولوستلو نو قرآنِ کريم هغه له زيرے ورکوي او که چرې د هغه نه پس د هغه په اولاد کښې څوک بَدکاره وي نو قرآنِ کريم د هغه د اصلاح او بهترئ د پاره دُعا کوي۔ ([1])

دے شوقِ تلاوت دے ذوقِ عبادت           رہوں  باوُضو  میں  سدا  یاالٰہی!

(3): عالِمانو او مشائخو ته په مينه کتل

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! 5 څيزونو ته کتل عبادت دے، په دې کښې د دريم څيز بيانولو په وخت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: عالِمانو ته کتل هم عبادت دے۔

زمونږه د آقا او مولیٰ، مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ترۀ ځوي، عظيم صحابئ رسول، سُلطانُ المُفَسِّرِين حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي:

اَلنَّظَرُ اِلَى الرَّجُلِ مِنْ اَهْلِ السُّنَّةِ الَّذِي يَدْعُو اِلَى السُّنَّةِ، وَيَنْهَى عَنِ الْبِدْعَةِ عِبَادَةٌ


 

 



[1]... مسندِ بزار، جلد:7 ،صفحہ:97، حدیث:2655 ۔