Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
وضاحت: د حضرت سلطان باهو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې شعرونو خلاصه دا ده چې دا ټول بدن سترګې جوړې شي او زه په خپل ټول بدن سره د خپل پير او مُرشِد ديدن کووم بيا به مې هم زړه موړ نه شي۔ د بدن په هر يو ويښته که لکونه سترګې هم لګيدلې وي او يوه سترګه پټه کړم او بَله اوغړووم بيا به مې هم زړه موړنه شي۔ د دومره کتلو باوجود هم که صبر نه راځي نو زه چرته لاړ شم۔ د مُرشِد ديدن زما د پاره د لکونو کروړونو حجونو په شان دے۔
الله پاک دې په خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې کروړونه رحمتونه نازل کړي او د هغوئي په وسيله دې زمونږه د آخِرت د فِکر، د الله پاک د ويرې، د دوزخ نه د بچ کيدو او د جنّت د حاصلولو شوق او د قبر او د آخِرت د تيارئ توفيق نصيب کړي، د پير او مُرشِد خوښ [مُريد] مو جوړ کړي۔ کاش! چې د دُنيا د ټولو غمونو نه خلاصے ميلاؤ شي او صِرف او صِرف د مدينې غم مو نصيب شي۔
اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اوليائے کرامو د محبت موندلو، د خواجه او د رضا د فيضان نه د جولئ ډکولو، د نيک لمونځ ګزاره جوړيدو او د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اسلامي د ديني ماحول لمن اونيسئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دين