Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

اے عاشقانِ خواجه غريب نواز! تاسو اوکتل د هندوستان د راجه، د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عبادت او رياضت او خاص طور د قرآنِ پاک د تلاوت سره څومره شوق وو۔

اللہ اَکْبَر! د هندوستان راجه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 2 ځله د قرآنِ کريم ختم کولو او مونږه عاشقانِ خواجه په پوره مياشت بلکه په ټول کال کښې يو ځل هم د قرآنِ کريم ختم نه کوؤ؟ دا څنګه عشق او څنګه محبت دے؟ د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نقشِ قدم باندې د تللو سره هره ورځ د قرآنِ کريم د تلاوت د معمول جوړولو کوشش اوکړئ او د دې برکتونه حاصل کړئ، چې په کور کښې د قرآنِ کريم تلاوت کيږي نو رحمتونه به نازليږي او بلاګانې، آفتونه به لرې کيږي۔ د قرآنِ پاک د تلاوت د شوق موندلو د پاره د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 3 فرامين واورئ او هره ورځ د قرآنِ پاک د تلاوت کولو د پاره تيار شئ!

د قرآن د تلاوت فضيلت

(1): د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: قرآن لولئ! بے شکه کوم زړه چې د قرآنِ کريم حافظ وي، الله پاک هغه زړه له عذاب نه ورکوي۔ ([1]) (2): د حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے،  د الله پاک محبوب نبي، مکي مدني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک فرمائي: کوم بنده چې د قرآن د تلاوت او زما په ذِکر کښې د مصروفه کيدو په وجه زما نه اونه غوښتلے شي، زه هغه ته د غوښتونکو نه زيات افضل عطا کووم، نور ئې اوفرمائيل: لکه څنګه چې الله پاک د خپلو ټولو مخلوقاتو نه افضل دے، داسې د الله پاک کلام هم د باقې ټولو کلامونو نه


 

 



[1]... جامع صغیر، صفحہ:83، حدیث:1340۔