Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! د الله پاک د محبوب بنده، د کامِل ولي، د هندوستان د راجه، د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نائب حضرت خواجه مُعيِينُ الدِّين حسن سنجري چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکرِ خير کولو، اوريدو د پاره حاضر يو۔ دا د الله پاک ډير لوئي فضل دے چې هغه زمونږ د ګنهګارانو د خپلو محبوب [اوليائے کرامو] محبت نصيب کړو او په اَدب او محبت او په اهتمام سره ئې د هغوئي د ذِکرِ خير کولو، د اوريدو سعادت راکړے دے۔ د الله پاک د نيکانو بنده ګانو ذِکر څه عامه خبره نه ده، نقل دي: عِنْدَ ذِكْرِ الصَّالِحِينَ تَنْزِلُ الرَّحْمَةُ يعنې د نيکانو خلقو د ذِکر کولو په وخت رحمت نازليږي۔ ([1])
د اوليائے کرامو سره د محبت فضيلتونه
د قرآنِ کريم په وړومبي سُورت يعنې سُورۀ فَاتِحَه کښې مونږ ته يوه دُعا ښودلے شوې ده:
اِہۡدِ نَا الصِّرَاطَ الۡمُسۡتَقِیۡمَ ۙ(۵) صِرَاطَ الَّذِیۡنَ اَنۡعَمۡتَ عَلَیۡہِمۡ ۙ۬ (پارہ:1 ، سورۂ فاتحه:5-6)
ترجَمۀ کنزُ الايمان: مونږ په نيغه لار روان کړه، لاره د هغه خلقو په کومو چې تا احسان اوکړو۔
په دې آيت کښې مونږ ته اوښودلے شو چې په کومو خلقو انعام شوے دے د هغوئي په لاره باندې د تللو دُعا کوئ، دا انعام په چا باندې شوے دے؟ په دې باره کښې سلطانُ المُفَسِّرين، صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په چا باندې چې انعام شوے دے په هغوئي کښې فرښتې هم شاملې دي۔ ([2]) لکه چې مونږ دا دُعا