Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
کښې انسټال کړئ، عِلمِ دين زده کړئ او نورو ته ئې اورسوئ او د نيکئ دعوت عام کولو ثواب اوګټئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د رَجَبُ المُرَجَّب د روژو فضيلتونه
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د رَجَبُ المُرَجَّب مبارکه مياشت روانه ده، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! ډير زر به د رحمتونو نه ډکه مياشت رَمضَانُ المُبَارَک تشريف راوړي۔
عَجِّل عَجِّل یارمضان جلدی جلدی آ رمضان
الله پاک دې زمونږه د رَمضَانُ المُبَارَک د برکت نه ډک وختونه نصيب کړي، رَجَبُ المُرَجَّب هم د نيکو مياشت ده، د الله پاک په فضل سره عاشقانِ رسول په دې مبارکه مياشت کښې هم ښه روژې نيسي او ډيرې نيکئ ګټئ۔
(1): سرکارِ عالي وقار، د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د رَجَّب د وړومبئ ورځې روژه د 3 کالو کفّاره ده او د دويمې ورځې روژه د 2 کالو او د دريمې ورځې روژه د 1 کال کفّاره ده، بيا د هرې ورځې روژه د يوې مياشت کفّاره ده۔ ۔([1]) (2): حضرت ابو قِلابه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د رَجَب د روژه نيوونکو د پاره په جنّت کښې يو محل دے۔ ([2])