Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

عبادت دے؟ د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د قرآنِ کريم په يو حرف لوستلو باندې 10 نيکئ ميلاؤيږي۔ ([1])

په يو حديث شريف کښې دي: اَفْضَلُ عِبَادَۃِ اُمَّتِیْ قِرَاءَۃُ الْقُرْآنِ قرآنِ کريم زما د اُمَّت افضل ترين عبادت دے۔([2])

د تلاوت کوونکي قبر فراخه کولے شي

رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: په کوم کور کښې چې د قرآنِ کريم تلاوت کولے شي په هغه کور باندې د نور يوه خيمه وي د کومې نه چې آسمان والا راهنمائي حاصلوي لکه څنګه چې د غورځنګونو وهونکي سمندر او په هواره زمکه کښې د لعلونو په شان د ستوري نه راهنمائي حاصلولے شي، کله چې تلاوت کوونکے وفات شي نو هغه د نُور والا خيمه اوچته کړے شي، نو فرښتې د آسمان نه ګوري نو هغوئي ته هغه نُور نه ښکاري بيا فرښتې هغه د يو آسمان نه بَل آسمان ته وړي او د هغه په رُوح باندې دُرُود ليږي بيا تر قيامته پورې د هغه د پاره اِستِغفار کوي او کوم مؤمن چې هم کتابُ الله زده کړي او بيا د شپې څه وخت هم لمونځ کوي نو هغه شپه بَلې شپې ته وصيت کوي چې دا مومن په ټاکلے شوي وخت باندې بيدار کړه او د ده د پاره آسانه شه، کله چې هغه وفات شي نو د هغه کور والا د هغه د کفن په تيارئ کښې مشغول شي ولې قرآنِ کريم ډير په ښکلي شکل کښې د هغه د سَر په خوا کښې حِصار شي بيا د کفن نه ښکته او د سينې نه بره راشي او کله چې هغه په قبر کښې کيښودلے شي او په هغه


 

 



[1]... مسندِ رویانی، جلد:1 ،صفحہ:397، حدیث:605۔

[2]... شُعَبُ الایمان، جلد:2، صفحہ:354، حدیث:2022۔