Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

راځئ! د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ذِکرِ خير کوؤ:

د قبر د عذاب نه ئې خلاصے اوموندلو

نقل دي: چې يو ځل خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو مُريد جنازې له تشريف يوړلو، د جنازې کولو نه پس ئې هغه په خپلو لاسونو مبارکو باندې قبر ته کوز کړو۔ د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص مُريد او خليفه حضرت بختيار کاکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دفن کولو نه پس تقريباً ټول خلق لاړل خو حُضُور خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل هغه مُريد د قبر خوا کښې تشريف کيښودے وو۔ ناڅاپه هغوئي يو دم غمژن شول۔ څه وخت پس د هغوئي په ژبه باندې اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْن جاري شول او هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مطمئين شول۔ ما چې د دې وجه اوپوښتله نو اوئې فرمائيل: زما دې مُريد له د عذاب فرښتې راورسيدلې په کومې چې زه پريشانه شوم۔ په دې کښې زما مُرشِد صاحب حضرت خواجه عثمان هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړلو او فرښتو ته ئې د ده سفارش اوکړو او اوئې فرمائيل: اے فرښتو! دا بنده زما د مُريد مُعين الدِّين مُريد دے، دا پريږدئ۔ فرښتو اووئيل: دا ډير ګنهګار کَس وو۔ اوس لا دا خبرې کيدلې چې غيبي آواز راغلے: اے فرښتو! مونږه د عثمان هَروَني په برکت د مُعينُ الدِّين چشتي مُريد اوبخښلو۔ ([1])

سرکارِ مدینہ کے نائِب ہیں میرے خواجہ       اجمیر کی گلیوں میں طیبہ کا نظارہ ہے

خواجہ ذرا دیکھو تو کیا حال ہمارا ہے                 ٹوٹی ہوئی کشتی ہے اور دُور کِنَارہ ہے


 

 



[1]... خوفناک جادو گر، صفحہ:8۔