Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
حديث شريف په ذهن کښې د ساتلو سره، د ښه نيت سره که ډير نه وي نو کم نه کم يو ځل به مور پلار ته د رحمت نه په ډَک نظر ګورو۔ اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم!
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دويم څيز کوم ته چې کتل عبادت دے، د دې د ذِکر کولو په وخت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: قرآنِ کريم ته کتل عبادت دے۔ کوم کَس چې کلامُ الله (يعنې قرآنِ کريم) ته ګوري او د ده تلاوت کوي نو هغه ته دوه چنده ثواب ورکولے شي، يو د قرآنِ کريم د لوستلو او بَل قرآنِ کريم ته د کتلو۔ ([1])
قرآنِ کريم ته د کتلو 3 برکتونه
خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل: کوم کَس چې قرآنِ کريم ته ګوري * د الله پاک په فضل او کرم سره د هغه د سترګو نظر زياتيږي او * د هغه سترګې چرې هم نه خوږيږي * نه وَچِيږي۔
يو ځل يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، مخامخ ئې قرآنِ کريم کيښودے وو، په دې کښې يو نابينا کَس حاضر شو، هغه عرض اوکړو: ما ډير عِلاج اوکړو خو زما سترګې نه ټيک کيږي، تاسو ئې راله دَم کړئ! هغه بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قبلې ته مخ کړو، فاتحه شريف ئې اولوستله، بيا ئې قرآنِ کريم را واخستو او د هغه د دواړو سترګو سره ئې اولګولو، بس