Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

راوستو د پاره ډير محنت اوکړو، د خپل کردار او خبرو په ذريعه ئې د نيکئ دعوت ورکړو او خلق ئې د اسلام طرف ته مائل کړل، د دې سره سره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کرامت دا هم وو چې هغوئي به کوم فاسِق او ګنهګار ته د خپل ولايت په نظر اوکتل هغه به توبه کړه او د نيکې لارې مسافر به جوړ شو، بيا به چرې هم ګناهونو ته نه نزدې کيدو۔

بادشاه په سَمه لار شو

نقل دي: يو بادشاه ډير ظالم او بد مزاجه وو، د ښار په اړخونو کښې د هغه يو ښکلے باغ وو، په کوم کښې چې د صفا ستهرا اوبو حوض وو۔ يو ځل خواجه غريب نواز، خواجه معينُ الدِّين چشتي اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دغه ځائے تيريدلو، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه باغ ته دننه تشريف يوړلو، د حوض په اوبو ئې غسل اوکړو، لمونځ ئې ادا اوکړو او هم هلته کښيناستو او د قرآنِ پاک په تلاوت کښې مشغول شو۔ په دې کښې د بادشاه د راتللو شور شو۔ خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه شور ته هډو پام اونکړو۔ کله چې ظالم بادشاه په شان او شوکت سره باغ ته راغلے نو د حوض په خوا کښې ئې په ساده جامو کښې يو نيک صفت کَس اوليدلو او د غصې نه ئې رنګ سور شو او په قهريدلې لهجه کښې ئې سپاهيانو ته اووئيل: دې کَس له چا زما په باغ کښې د کښيناستو اجازت ورکړے دے؟ د بادشاه غصه چې ئې اوليدله نو سپاهيان ويريدل، د دې نه مخکښې چې سپاهيانو څه جواب ورکړے وے، خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې سترګې مبارکې راوچتې کړې، بادشاه ته ئې اوکتل، بس د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فيض نظر پريوتل وو چې بادشاه يو دم په ړچيدو شو او په ړچيدو ړچيدو په زمکه راپريوتلو او بے هوشه شو۔ اوس خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله غريب نوازي ښکاره کړله او د خپل ځائے نه