Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عبادتونه

د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص مُريد او خليفه حضرت خواجه بختيار کاکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به ډير مُجَاهدات (يعنې د الله پاک په عبادتونو کښې ډير محنت) کولو * هغوئي به په 7 ورځو کښې 5 مِثقاله (تقريباً 21 ګرامه) ډوډئ په اوبو کښې لَمدوله او خوړله به ئې * د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جامې مبارکې 2 څادرونه وو، په کومو کښې چې ډير پيوندونه لګيدلي وو * چرته چې به تللو نو زياتره به په هديره (يا د چا بزرګ په مزار) کښې پاتې کيدلو * په کوم ځائے کښې چې به هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشهور شول، هغه ښار به ئې پريښودلو (آخر د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په حکم باندې ئې اجمير ته تشريف راوړلو او تر آخِره پورې هم دغلته پاتې شو) * خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله هندوستان ته تشريف راوړلو نو اګرچه هغه وخت دا علاقه کفرستان وو (يعنې د کُفَر او شِرک نه ډکه وه، د دغه ځائے حاکم هم کافِر او مشرک وو) د دې باوجود به د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خادِمانو 5 وخته اذان کولو او د جَمعې سره لمونځ به په پوره اهتمام سره ادا کيدلو۔([1])

    مونږ ستا د قرآن ختم قبول کړو

اے عاشقانِ اَوليا! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حافِظِ قرآن وو، هغوئي به په هره ورځ او شپه کښې 2 ځله د قرآنِ پاک ختم کولو او د قرآنِ پاک په هر ختم به غيبي آواز راتللو: اے مُعِينُ الدِّينه! مونږ ستا د قرآن ختم قبول کړو۔ ([2])


 

 



[1]... مرآۃ الاسرا، صفحہ:595 تا  598 خلاصۃً۔

[2]... سير الاقطاب، صفحہ:101۔