Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

چې څنګه ئې قرآنِ کريم د سترګو سره اولګيدو، د دې په برکت سره د هغه د دواړو سترګو نظر راغلے۔ ([1])

  د عزت په سترګو د کتلو برکت

دې لړ کښې خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه بَله واقعه بيان کړه او اوئې فرمائيل: يو ډير ګنهګار کَس وو، د هغه د ګناهونو په وجه خلقو د هغه نه نفرت کولو، نصيحت کوونکو به هغه ته ډير نصيحت کولو خو هغه به ګناه نه پريښودله، آخِر هغه هم په دې حالت کښې مړ شو، د مرګ نه پس چا هغه په خوب کښې اوليدو چې په سر ئې تاج پروت دے، جنّتي جامې ئې اغوستې دي او د فرښتو سره د جنّت طرف ته روان دے۔ خوب ليدونکي پوښتنه اوکړه: تۀ خو ډير ګنهګار وې، دا سعادت دې څنګه نصيب شو؟ جواب ئې ورکړو: په دُنيا کښې زما نه يوه نيکي شوې وه، هغه دا چې په کوم ځائے کښې به مې قرآنِ کريم ليدلو، اودريدم به او ډير د عزّت په سترګو به مې ورته کتل، بس د دې نيکئ په برکت سره الله پاک زه اوبخښلم۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د الله پاک د پاک کلام قرآنِ کريم۔۔۔!! کاش! چې مونږه د دې عظيمُ الشَّان کتاب قرآنِ کريم قدر اوکړو، قرآنِ کريم ته کتل هم عِبَادت دے، دې له لاس وروړل هم عبادت دے، دا لوستل هم عبادت دے او سُبْحٰنَ اللہ! څنګه


 

 



[1]... ہشت بہشت، دلیل العارفین، صفحہ:21۔

[2]... ہشت بہشت، دلیل العارفین، صفحہ:21۔