Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz
يعنې صحيح العقيده سُنِّي کوم چې د سُنَّتو تبليغ کوي او د بدعت نه منع کوي، هغه مبلغِ سُنَّت ته کتل عبادت دے۔ ([1])
اے عاشقانِ رَسُول! تاسو واوريدل! عالِمِ دِين ته کتل هم عبادت دے۔ نن سبا بعضې نادانان خاص طور کوم چې د مغربي دُنيا نه متاثره او لِبرل سوچ لرلو والا وي، بر ناحقه په زړه کښې د علمائے کرامو سره نفرت ساتي۔ الله پاک دې مونږه د علمائے کرامو د بے ادبئ نه بچ کړي، علمائے کرام د انبيائے کرامو وارثان دي، د دوئي بے ادبي مَعَاذَ الله! د بدې خاتِمې وجه هم جوړيږي۔ دې د پاره مونږ له د علمائے کرامو هميشه ادب کول پکار دي، علمائے کرام راهنما [لار ښودنې والا] دي، مونږ ته په دوئي پسې د تللو حکم شوے دے، خدائے دې نه کړي که چرې د دوئي نه نفرت اوکړو نو په دوئي پسې به څنګه ځو؟ مونږ ته به نيغه لاره څوک ښائي؟ قرآن او حديث به د چا نه زده کوؤ؟ د دين په خبرو به د کوم ځائے نه ځان پوهه کوؤ؟ دې د پاره مونږ له هميشه د علمائے کرامو ادب کول پکار دي۔
سارے سُنّی عالموں سے تُوبنا کر رکھ سدا کر اَدب ہر ایک کا ،ہونا نہ تُو اُن سے جُدا
خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په مخکښينئ زمانه کښې يو سړے وو، هغه به د عالمانو او مشائِخو نه ډير نفرت کولو، چې هغوئي به ئې ليدل نو سوزيدلو به او مخ به ئې ترې اړولو، کله چې هغه مړ شو نو خلقو د هغه مخ قبلې ته اړول غوښتل خو د هغه مخ د قبلې طرف ته نه کيدو، غيبي آواز راغلے: ولې تکليف ورکوئ، ده به په دُنيا کښې