Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: که په ورځ کښې 100 ځله نظر اوکړي؟ اوئې فرمائيل: نَعَمْ، اللہ اَکْبَرُ وَ اَطْیَبُ يعنې آؤ! الله پاک د ټولو نه لوئي او اَطْیَبُ (يعنې د ټولو نه زيات پاک) دے۔ ([1])

د مور د دُعا اثر

خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور اوفرمائيل: يو فاسِق او بدکاره کَس وو، کله چې هغه مړ شو نو چا هغه په خوب کښې اوليدو چې د حاجيانو سره په جنّت کښې ګرځي، خوب ليدونکے حيران شو، هغه چې ترې جنّت ته د رسيدلو د وجې پوښتنه اوکړه نو هغه نيک بخته جنتي اووئيل: زما مور بي بي بوډئ وه، زه به چې کله هم د کور نه وتلم نو د هغې په خپو به مې سر کيښودلو، مور به ماته دُعاګانې اوکړې: الله پاک دې تا اوبخښي او د حج ثواب دې نصيب کړي۔ الله پاک زما د مور بي بي دُعا قبوله کړه او زه ئې اوبخښلم، اوس زه د حاجيانو سره په جنّت کښې يم۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک څومره لوئي کرم دے، چې مور پلار ته د مينې نه په ډَک نظر اوګورې، رَبِّ کائنات د قبول شوي حج ثواب عطا کوي۔

 اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! مور پلار ډير لوئي نعمت دے، دوئي ته د مينې نه په ډَک نظر د کتلو عادت جوړ کړئ! مونږ به دا روايت څو څو ځل اوريدلے وي خو غفلت کيږي، نن د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نصيحت قبول کړئ او دا ذهن جوړ کړئ چې هره ورځ به په ياد سره، دا


 

 



[1]... شُعَبُ الایمان، جلد:6، صفحہ:186، حدیث:7856۔

[2]... ہشت بہشت، دلیل العارفین، صفحہ:20۔