Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

پاڅيدلو، اوبه ئې راوغوښتلې او د بادشاه په مخ ئې اوڅڅولې، لږ وخت پس بادشاه په هوش کښې راغلے، بس اوس څه وو، په هوش کښې چې راغلے نو بادشاه په ډيره عاجزئ سره د خپلې کوتاهئ معافي اوغوښتله، د خپلو ټولو خادمانو سره ئې توبه کړه او د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په غلامانو کښې داخل شو۔ ([1])

7 کافِران مسلمانان شول

يو ځل خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کافِرانو د عبادت د ځائے په خوا تيريدلو، هغوئي اوکتل چې هلته 7 کافِران په کُفر او شِرک کښې مشغول دي، څنګه چې هغوئي خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدلو نو د هغوئي د زړه دُنيا بدله شوه، فوراً هغه ټول د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپو کښې راپريوتل، د کُفر نه ئې توبه کړله او کلمه ئې اووئيله او مسلمانان شول۔ خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ټولو نوم حَمِيدُ الدِّين کيښودلو۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وِلايت د نظر کمال۔۔۔!! دغه د وِلايت نظر د هندوستان قِسمت بدل کړو، د کفر او شرک طوفان ئې اودرولو او د ايمان نُور ئې راخور کړو او ډيره غورځيدلې معاشره ئې په بهترينه او مثالي معاشره کښې بدله کړله۔


 

 



[1]... ہند کے راجہ، صفحہ:74۔

[2]... مرآۃ الاسرار، صفحہ:599 بتغیر قلیل۔