Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

کوو چې اے کريم رَبَّ! زمونږه د فرښتو په شان صِفتونه نصيب کړې او د هغوئي په شان د ښه ښه کارونو کولو توفيق راکړې۔

فرښتې څه کارونه کوي؟ د دوئي صفتونه څه دي؟ د فرښتو ډير زيات صفتونه دي، په دې کښې يو دا هم دے چې فرښتې د اوليائے کرامو سره، د الله پاک د نيکانو بنده ګانو سره محبت کوي۔ آؤ جي! په قرآنِ کريم کښې دي، فرښتې د الله پاک نيکانو بنده ګانو ته وائي:

نَحۡنُ اَوۡلِیٰٓؤُکُمۡ فِی الۡحَیٰوۃِ  الدُّنۡیَا وَ فِی الۡاٰخِرَۃِ ۚ      (پاره: 24، سورۀ حم سجده: 31)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: مونږه ستاسو دوستان يو د دنيا په ژوند کښې او په آخِرت کښې۔

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه: چې فرښتې د نيکانو بنده ګانو، اوليائے کرامو سره محبت کوي، اوس به د دې قرآني دُعا

اِہۡدِ نَا الصِّرَاطَ الۡمُسۡتَقِیۡمَ ۙ(۵) صِرَاطَ الَّذِیۡنَ اَنۡعَمۡتَ عَلَیۡہِمۡ ۙ۬       (پارہ:1 ، سورۂ فاتحه:5-6)

ترجَمۀ کنزُ الايمان: مونږ په نيغه لار روان کړه، لاره د هغه خلقو په کومو چې تا احسان اوکړو۔

لکه چې مطلب جوړيږي: اے الله کريمه! زمونږه د فرښتو والا صِفتونو يعنې د اوليائے کرامو مينه، د هغوئي محبت نصيب کړې۔

د فرښتو يو څو اداګانې

الله پاک دې زمونږه دا دُعا قبوله کړي، فرښتې د اوليائے کرامو سره محبت کوي، دا هم واورئ! علّامه نَجمُ الدِّين غَزِّي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: * فرښتې د الله پاک د ذِکر کوونکو