Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

سُبْحٰنَ اللہ! چې د الله پاک د نيکانو بنده ګانو سره د لاسونو ميلاوهلو، د هغوئي د مبارکو لاسونو د ښکلولو دومره برکت دے نو اندازه اولګوئ! چې د هغوئي په لاسونو کښې د لاسونو ورکولو (يعنې د هغوئي په مُريد جوړيدو او د هغوئي سره په نسبت مضبوطولو کښې) به څومره برکتونه وي۔ دې د پاره مونږ له پکار دي چې مونږه په شرع پوره، په جامِعو شرطونو باندې د پوره پِير مُريدان جوړ شو۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! عاشقِ اَولياء، عاشقِ خواجه او رضا شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په شرع پوره او په جامعو شرطونو باندې پوره پير دے، هغوئي د پيرانِ پير، پير دَستګير حُضُور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سلسله کښې مُريدان جوړوي۔ زما مشوره ده چې څوک لا تر اوسه پورې د چا پير صاحب مُريد نه وي جوړ شوے، هغوئي دې د وخت د کامِل ولي، کامِل پير شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه نه بيعت اوکړي! او که چرې د مخکښې نه د چا مُريد وي نو د بيعت برکت دې حاصل کړي! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان به نصيب کيږي او که الله پاک اوغوښتل نو د دُنيا او د آخِرت بے شميره خيرونه به نصيب شي۔

آیا ہے میرے ہاتھوں میں عطّار کا دامن       عطّار کے ہاتھوں میں ہے سرکار کا دامن

ہُوں قادری عطاری نہ پوچھو مری نسبت       تھامے  ہوئے  ہُوں  حیدرِ  کرّار  کا  دامن([1])

د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لنډه پيژندګلو

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپږمې صدئ هجرئ ډير


 

 



[1]... مناقبِ عطّار، صفحہ:58۔