Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

باندې خاوره سَمه کړے شي او دوستان او خپلوان ئې واپس لاړ شي نو نکيرين راشي او هغه په قبر کښې کښينوي په دې کښې قرآنِ کريم د مؤمن او فرښتو ترمينځه پرده [يعنې خنډ يا ديوال جوړ] شي، فرښتې وائي: يو طرف ته شه د پاره د دې چې مونږه د ده نه پوښتنه اوکړو۔ هغه وائي: د کعبې په رَبّ مې دې قسم وي! داسې به هيڅکله هم اونه شي ځکه چې دا زما ملګرے او زما دوست دے زه به دا په يو حالت کښې هم يواځې نه پريږدم البته که چرې تاسو ته د څه خبرې حکم وي نو تاسو په هغې باندې عمل اوکړئ او ما په خپل ځائے پريږدئ ځکه چې زه به جنّت ته د رسولو نه مخکښې د ده نه جُدا نه شم۔ بيا قرآنِ کريم خپل دوست ته ګوري او وائي: زه هغه قرآن يم کوم چې به تا کله په تيز آواز او کله په ورو لوستلو او زما سره به دې مينه کوله، بس زما ستا سره مينه ده او زه چې د چا سره مينه کووم الله پاک هم هغه خپل محبوب جوړ کړي، د نکيرين د سوالونو نه پس په تا باندې نه څه ويره ده او نه څه غم۔ نکيرين د پوښتنو کولو نه پس تشريف يوسي، اوس مؤمن وي او قرآنِ کريم، کلامِ مجيد فرمائي: زه به ستا د پاره نرمه او آرام کوونکې بستره خورووم او ډير ښکلے څادر به درته عطا کووم ځکه چې تۀ به ټوله شپه زما د پاره ويخ وې او ټوله ورځ به دې زما د پاره تکليف کولو۔ بيا قرآنِ کريم د سترګو د رَپ نه هم زر د آسمان په لور پرواز اوکړي او د رَبِّ کريم نه د بسترې او څادر سوال کوي نو هغه ده ته عطا کړے شي، بيا د شپږم آسمان يو زر [1000] فرښتې د هغه سره راکوزې شي او قرآنِ کريم د مؤمن نه تپوس اوکړي چې تۀ زما په غير موجودګئ کښې ويريدلے خو نه وې زه د رَبِّ کريم خوا له ستا د پاره د بسترې او څادر راوړلو د پاره تلے ووم او  هغه مې راوړي دي ځکه اودريږه! چې دغه شان فرښتې بستره سَمه