Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

Book Name:Faizan e Khwaja Ghareeb Nawaz

چې مفتيانِ کرام د اُمَّت په شرعي لار ښودنه کښې مصروف دي * په المدينة العلميه (Islamic Research Center) کښې په مختلفو موضوعاتو باندې په سوؤنو ديني کتابونه چاپ کړے شوي دي * فيضان آن لائن اکيډمي (د جينکو او هلکانو د پاره) جوړې کړے شوي دي د کومو په ذريعه چې آن لائن عالِم کورس، قرآنِ پاک (حفظ او ناظره) ښودلے شي، د 30 نه زياتو آن لائن کورسونو په ذريعه په 77 ملکونو کښې خلقو ته په خپل کور کښې د عِلمِ دين رنړا رسولے شي * د ”مدني چينل“ په ذريعه په 6 سيټلائټس باندې په اُردو، انګلش او بنګالئ ژبو کښې د دين ښه خدمت کيږي۔

تاسو هم د دين د خِدمت په دې کار کښې خپله حصه شامِله کړئ! د دين د خدمت د ټولو شعبو د ټولو خرچو د پاره د دعوتِ اسلامي ټرسټ سره مرسته اوکړئ۔ د الله په لار کښې خرچ کول د تقویٰ والوؤ په بنيادي صفتونو کښې دي۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مَا  لَکُمۡ   اَلَّا تُنۡفِقُوۡا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ وَ لِلّٰہِ مِیۡرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَ الۡاَرۡضِ ؕ    (پاره: 27، سورۀ حديد: 10)

ترجمۀ کنزُ العرفان: او په تاسو څه شوي دي چې تاسو د الله په لار کښې نه خرچ کوئ حالانکه د آسمانونو او د زمکې ټولو وارث الله دے۔

د دې آيت لاندې په تفسير صراط الجنان کښې دي: تاسو په کومه وجه باندې د الله پاک په لاره کښې نه خرچ کوئ حالانکه د آسمانونو او د زمکې هر څه مالک الله پاک دے هغه هميشه پاتې کيدونکے دے ولې تاسو به مړه شئ او ستاسو مال به د هغه په ملکيت کښې پاتې شي او تاسو ته به د نه لګولو په شکل کښې ثواب هم نه